Ansprechpartner & mehr

د مهاجرینو لپاره د لونبورګ لارښود

د دې لارښود هدف دا دی چې په لونبورګ او شاوخوا سیمه کې د ژوند پیلولو لپاره تاسو ته آسانتیاوې رامنځته کړي. دغه لارښود تاسو ته د لارښودنې او د زړه پورې پایلو د ترلاسه کولو لپاره په اداراتو کې ترتیب او تنظیم شوی دی. 

د آلمان د هرې بلې سیمې په څیر په لونبورګ کې هم قوانین حاکم دي چې نورو اوسیدونکو- د هر ملیت – سره سوله ییز ژوند زمینه چمتو کوي. له دې بنسټونو څخه پنځه یې په لاندې توګه ذکر شوي دي:

  • ځوان، سپین ګیری، ښځه، سړی، غریب او بې وزله ټول د قانون پروړاندې یو برابر دي. ځکه نو په آلمان کې ډیر قوانین او مقررات شتون لري چې ټول هغه باید رعایت کړي.
  • سړي او ښځې مساوي حقوق او په ټولنه کې د برابر شتون اجازه لري. دغه د نجونو او هلکانو لپاره هم صدق کوي. پدې معنی چې د جنسيت او جنسي تمایلاتو په دلیل د یو شمیر سپکاوی او محرومول ممنوع دي.
  • په فردي ژوند کې او دغه راز د ادارو، مشورو مرکزونو، د زده کړې چاپیریال او د کار په ساحه کې تعهد، رښتینولي، نظم او وخت پیژندنه  د اختلافاتو د مخنیوي لپاره  ډیر مهم ګڼل کیږي.
  • په آلمان کې دموکراسي او د بیان آزادي موجوده ده – او د اکثریتو د نظر درنښت کیږي. آن تردې هغه مهال چې اختلاف نظر شتون ولري نو بیا هم ټول د یو بل د نظر درنښت کوي. په زور او ګواښ سره پر نورو د خپل نظر منل منع او قانوني چلند لري.
  • دغه موضوع تر ډیره د هر انسان د دین او ژوند کولو آزادۍ پورې تړلې ده. لیکن دغه آمر پدې معنی ندی چې څوک اجازه ولري خپلې عقیدې او مذهبي ارزښتونه پر نورو ومني. د دې کار لپاره ټول وګړي که هغه مسیحي اوسي یا مسلمان، یزیدي، یهودي چې موږ سره ژوند کوي باید صبر، درنښت او د نورو منل له ځان سره ولري. 

د دې بنسټونو منل ورته درنښت کول اړینه اړتیا ده چې زر ترزره په آلماني ټولنه کې ځای ومومئ او په ښار او د لونبورګ شاوخوا کې د راحت ژوند احساس ولرئ. د مشورو مرکزونو، موسساتو او اداراتو او دغه راز ستاسو د شاوخوا د ژوند چاپیریال د دغو بنسټونو پرمټ یې بنسټ کیښودل شوی دی چې ټولو دغو اصولو ته غاړه ایښودې ده.

د لونبورګ ښار ویب سایټ کې کولی شئ له دې لاندې لینکونو څخه معلومات ترلاسه کړئ:

د مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره عمومي اطلاعات:

www.landkreis-lueneburg.de/wegweiser

پدې برخه کې کولای شئ چې د مهاجرینو لارښود په لاندې ژبو ترلاسه کړئ:

آلماني، انګلیسي، فرانسوي، عربي، فارسي، ترکي، کردي، روسي.

د مهمو موضوعاتو په اړه خبرتیاوې کولای شئ په مختلفو ژبو کې په غږیز توګه له لاندې آدرس څخه ډاونلوډ کړئ.

   www.landkreis-lueneburg.de/warnhinweis

که چیرې ځیرک موبایل له ځان سره لرئ کولای شئ د QR کوډ په کیکاږلو سره د لونبورګ ښار مهمو خبرونو او معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړئ. د دې لپاره هغې برنامې ته اړتیا لرئ چې د QR کوډونه ولوستل شي.

د لونبورګ ښار ویب سایټ کې هم کولای شئ د پناه غوښتنې او پناه غوښتونکو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

www.hansestadtlueneburg.de/asyl