Ansprechpartner & mehr

3 د هغو خلکو لپاره مشاوره او ملاتړ چې د پاتې کیدو اجازه نلري

 

د هغو خلکو لپاره مشاوره او ملاتړ چې د پاتې کیدو اجازه نلري

 

په سیمه کې ستاسو سیمه ییز مشاور

سیمه ییز مشاور د ټولنیزو چوپړتیاو کارمند په توګه په سیمه کې د پناه غوښتونکو د ټولو پوښتنو لپاره لومړئ مرجع ده. که چیرې تاسې د ښار د اوسیدنې یوه برخه کې ځای پرځای شوي یاست، کولای شئ خپل ټولنیز مشاور د اوسیدنې ځای څخه ترلاسه کړئ. په ځانګړې توګه د ولایت د لومړي پذیرش ادارې (LAB) یا پوست ادارې سره د اړیکې ټینګولو لپاره دغه فرد ته مراجعه وکړئ. هغه به تاسې سره د لیکونو فهم او لیکلو او دغه راز د نیټو ورکولو په برخه کې مرسته وکړي. پدې توګه دا مسولیت چې لیکونو ته په ټاکل شوې نیټه ځواب ورکړئ یوازې ستاسې په غاړه وي. نو ځکه د هغو ټولو لیکونو څخه مطلب اخیستل چې تاسې یې ترلاسه کوئ، ډیر ارزښت لري. پرته له دې دا خطر شتون لري چې تاسې ونه شئ کولای یو شمیر نیټې او کارونه رعایت کړئ او کیدای شي ستاسې په زیان تمام شي. 

ستاسې مشاور د ورننوتلو ورځې سره سم تاسو ته معرفي کیږي. له دې مودې وروسته په سیمه کې ستاسو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره لومړئ مرجع ده. ستاسو مشاور تاسو سره مرسته کوي چې په آسانئ سره د ژوند په سیمه کې ځای پیدا کړئ او د امکان تر بریده په ټولو چارو کې له تاسو سره مرسته وکړي. له دې پرته هغه له تاسو سره د ملاقات کولو وخت او په آسانۍ سره د اړیکو ټینګولو په اړه معلومات درکوي. د مشاور ملاتړ د هغه داوطلبانو لخوا ترسره کیږي کوم چې هغوی سره یې په سیمه کې د اړیکو نیولو په برخه کې مرستې کړي او تاسو سره هم همکاري کوي. د دوی ترمنځ هغه مهاجرین هم شتون لري چې په آلمان کې ځای پرځای شوي او آلماني ژبه یې هم زده کړې ده، څرنګه چې کولی شي تاسو لپاره د ژباړونکي دنده ترسره کړي. د ځانګړو مواردو په برخه کې د ښه ملاتړ لپاره به ستاسې مشاور به له نورو موسساتو متخصصین راوغواړي. د دې کار لپاره اړین دي چې ستاسو لپاره د ښو اطلاعاتو د راټولولو په موخه د خپل شخصي اطلاعاتو څخه د ګټې اخیستنې وکالت ورته ورکړئ.  

لومړئ اوونۍ کې به خپل مشاور سره لنډه د مشاورې جلسه ولرئ او د اړتیا پرمهال شاید ژباړونکی هم پکې شتون ولري. تاسې به په ګډه سره پدې جلسه کې د پوښتنو یوه بیوګرافي او د مهارتونو یوه پاڼه ډکه کړئ. دغه اطلاعات ستاسو مشاور ته د مناسب موقعیتونو د ترلاسه کولو کې تاسو سره مرسته کوي: کوم ځای کې کولای شئ چې د ژبې ټولګی ترلاسه کړئ؟ کوم
ځای کې کولای شئ کار پیدا کړئ؟ کوم ښوونځی ستاسو ماشومانو ته مناسب دی؟ ستاسو د اوسیدنې ځای کې کوم تفریحي سهولتونه شتون لري؟ کوم ځای کې کولای شئ چې مذهبي مراسمو کې ګډون وکړئ؟ له دې جلسې څخه د ټولو پوښتنو د کولو لپاره ګټه پورته کړئ، څو د اوسیدنې په سیمه کې ښه پیل ولرئ. 

با ارزښته توصیه: ستاسو مشاور نشي کولای د پناه غوښتنې پروسې په اړه حقوقي پوښتنو ته ځواب ورکړي. پدې برخه کې یوازې کولای شئ د مهاجرت او پناه غوښتنې ملي ادارې ته مراجعه وکړئ. د حقوقي مشورې د برخې لپاره د څپرکي پای ته مراجعه وکړئ.

 

د مهاجرینو د پلوي لپاره داوطلبانه پروژې

که چیرې په ښار کې او یا هم شاوخوا یې ځای پرځای شوی یی، کولای شئ چې د داوطلب ښاریانو څخه ګټه پورته کړئ. تقریباً د پروژې ټولې برخې کې دواطلبانه پخیر راغلاست شتون لري چې د مهاجرینو لپاره ډیر سهولتونه لري.  

د دغو داوطلبانو موخه دا ده چې تاسو ته په نوي کور کې پخیر راغلاست ووایي او ستاسو او د سیمې نورو خلکو ترمنځ مناسبې اړیکې ټینګې کړي. د دې لپاره دغه اوسیدونکي تاسو ته د ژبې درسونه پیل کوي او په ادارو، د زده کړو ځاینو، وړکتون او کلینیک کې تاسو سره همکاري کوي. لنډه دا چې تاسو سره د ورځني ژوند او لومړیو کومکونو د موندلو په برخه کې مرسته کوي او ټولیزې برنامې لمانځغونډې ترتیبوي او پلارتوب پر غاړه اخلي. ټول دغه وګړي په داوطلبانه او افتخاري توګه کار کوي او هیڅ مالي توقع نه لري او ستاسې مشاور سیمه ییزو داوطلبانو سره ستاسې اړیکې ټینګوي.

 

په لونبورګ ښار کې دواطلبانه برنامې په مختلفو استوګنځاینو کې د موجودو داوطلبانو جوړښت سره په موسساتو خیریه پروژو کې هماهنګ کیږي.

د لونبورګ ښار

د زده کړو او ټولنیزه برخه، د 5 ډلې کار

Martin Boeing

Klosterhof Eingang T

لونبورګ

martin.boeing@stadt.lueneburg.de

ټلیفون: 04131/ 309-3344

 

د لونبورګ ښار د مرستو بیلګه د لونبورګ پخیرراغلاست برنامه د مشاورې امکاناتو سره ده. نور معلومات کولای شئ له دې ادرس  www.willkommmensinitiative.de  څخه ترلاسه کړئ.

 

د پناه غوښتنې پروسې په اړه مشوره

نه د اوسیدنې سیمې دولت او نه سیمه ییز مشاورین یا په سیمه کې د پناه غوښتونکو ټولنیز همکاران حقوقي مشوره نه ورکوي. د پناه ورکوونې پروسې په اړه حقوقي مشوره  د پادریانو د پروسې د مشاورې برخې لخوا ورکول کیږي. دغه مشورې وړیا وي.

د وکیل د اړتیا یا د قضایي لګښت ورکولو په صورت کې دغه لګښتونه د دولت ښاروالي لخوا نه ورکول کیږي. لیکن د ځانګړو شرایطو په اساس کولای شئ د قضایي پروسې لګښت ورکولو لپاره د لونبورګ اداري محکمې څخه غوښتنه وکړئ. اداري محکمه د ښاروالۍ مخامخ موقعیت لري. په مهربانۍ سره مخکې له لګښت څخه پدې اړه مشوره وکړئ. 

 

نور معلومات تاسې کولای شئ د انټرنیټ پدې لینک کې www.justizportal.niedersachsen.de  د مشاورې ډلې په چوپړتیاو کې ترلاسه کړئ.

 

د لونبورګ د پادریانو انجمن

د قضایي پروسو مشوره

Haus der Kirche

An den Reeperbahnen 1

21335 لونبورګ

ټلیفون: 04131 / 7492-16 یا  04131 / 7492-13

www.diakonieverband-nordostniedersachsen.de