Ansprechpartner & mehr

8 زده کړې

زده کړې           

                                                                                                                                                                                   

 

وړکتون او ښوونځی

ټول ماشومان چې عمرونه یې د 6 او 7 ترمنځ اوسي باید د آلمان ښوونځیو ته په لازیمي توګه ولاړ شي. د 1 او 6 کلونو ترمنځ ماشومان کولای شي یا وړکتون یا د کور پرستارې سره اوسي. پداسې توګه چې دغه امکانات لګښت لري، باید له مخکې له ټولنیزو چوپړتیاو ادارې سره پرې د لګښت په اړه مشوره وشي. که چیرې پخپله عاید ولرئ، باید لګښت په خپله غاړه واخلئ. دغه لګښت د عاید تر کچې پورې اړه لري. د ښوونځي ویل په عموم ډول وړیا وي.

هغه مهال چې له خپلو اولادونو سره چې لا تراوسه د وړکتون او د ښوونځي په عمر کې وي، لونبورګ ته داخل شئ د څو ورځو په لړ کې به ستاسې ماشوم د درملنې چوپړتیا ادارې یا ډاکټر ته یووړل شي. هلته د ښوونځي د شامیلیدو لپاره د روغتیا معاینات ترسره کیږي. له دې پرته تاسو ته د واکسیناسیون په اړه معلومات درکول کیږي او کولای شئ چې اړین واکسینونه په وړیا توګه ترسره کړئ. د ټولنیز انظباط ادارې همکاران یا ستاسو مشاور به د درلمنې چوپړتیا ادارې، ډاکټر یا له کلینیک څخه د نوبت اخیستلو په برخه کې له تاسو سره مرسته کوي. له دې پرته هغه تاسو سره د همکارۍ لپاره یوځای وي او تاسو لپاره ژباړونکی چمتو کوي.

پدې ورځو کې به ستاسې مشاور په ښوونځي یا وړکتون کې د نوم لیکنې لپاره له تاسو سره مرسته وکړي. پرته له دې تاسو سره به مرسته وکړي چې اړین وسایل (لکه دفتر، پنسل یا د ښوونځي بیګ) د ښوونځي لپاره چمتو کړي. د ژوند سیمې پورې اړوند، ستاسو اولادونو ته د زده کړې ټیکیټ ورکول کیږي. د دې کار لپاره باید په ښوونځي کې فورم ډک کړئ، چې د ټیکیټ درخواست لپاره وي. د زده کړې ټیکیټ وړیا وي. دغه راز د ښوونځي د وسایلو لګښت په هغه صورت کې چې کافي عاید ونه لرئ، وبه منل شي. د دې کار لپاره ټاکل شوې اندازه په پام کې نیول شوې ده. په مهربانۍ سره د ښوونځي د وسایلو د چمتو کولو څخه وړاندې له مشاور سره مو مشوره وکړئ.

 

د لونبورګ د مهاجرینو شبکه

په وړکتون او ښوونځي کې د اولادونو مناسبې زده کړې د ډاډ لپاره په کې آلمان کې باید د وړکتون یا ښوونځي او والدینو ترمنځ نیږدې اړیکې شتون ولري. د آلمان د زده کړې نصاب سره د زر تر زر بلدتیا لپاره کولای شئ په لونبورګ کې د مهاجرو والدینو شبکې ته مراجعه وکړئ. پدغه شبکه کې مختلفې برنامې پر لار اچول کیږي، څو د والدینو په توګه د آلمان د زده کړو نصاب په اړه معلوماتو، ملاتړ او مشورې ته لاسرسی ولرئ او نورو مهاجرو والدینو سره اړیکه ټینګه کړئ. په لونبورګ کې د مهاجرو والدینو سره د اړیکې ټینګولو لپاره لاندیني ادرس ته ایمیل واستوئ. migrantenelternnetzwerk.lg@gmail.com  یا د دې له لارې

 

د لونبورګ REGION ښوونځی
Haagestr. 4

21335 لونبورګ

ټلیفون:04131/ 1566 -0

 

مالي مرستې (BuT)

له پیل څخه د اولادونو د مناسب ملاتړ لپاره او دا چې تاسې وکولای شئ نوي ملګري وموئ، کولای شئ چې له اولادونو سره په تفریحي برنامو کې شرکت وکړئ. په ډیرو کلیو کې انجمنونه شتون لري چې په هغه کې کوچنیان او تنکي ځوانان کولای شي په مختلفو برنامو کې (لکه فوټبال، والیبال یا نڅا) شرکت وکړي. له دې پرته په لونبورګ کې د موسیقي او تیاتر یوه لیسه شتون لري چې کوچنیان کولای شي په هغه کې د موسیقۍ آلې ولوبوي، نڅا وکړي، د تیاتر برنامې پرمخ یوسي او سندرې ووایی. داسې چې یو شمیر فعالیتونه لګښت لري، تر هغه مهاله چې کافي اندازه عاید ونه لرئ، ستاسې مشاور له تاسو سره یو فورم ډکوي چې د 10 یورو په اندازه لګښت به د دولت لخوا پرغاړه واخیستل شي. د اولادونو د ښوونځي فعالیتونو کې د شرکت یا د ښوونځي او وړکتون لګښت لپاره د مرستې غوښتنه وکړئ.

د زده کړو د مشورې ټولنه

د لونبورګ د زده کړو د مشورې ټولنه د لویانو لپاره لومړی جهت ورکوي او تاسې سره د زده کړو اړوند تصمیم نیولو کې مرسته کوي. د زده کړو مشورې ټولنه ستاسې توانایي او علاقه معلوموي. تاسو سره به هڅه وشي چې موخې مو په ګوته شي او هغې ته د رسیدو لپاره اړین ګامونه وټاکل شي. د هغو ښځو او سړو لپاره مشوره وړیا ده چې د نویو کاري فکرونو ترشا دي. 

د لونبورګ د زده کړو د مشورې ټولنه

Kalandstraße 31

21335 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 1566-555

فکس: 04131/ 1566-557

ایمیل: info@bildungsberatung-lueneburg.de

 www.bildungsberatung-lueneburg.de

 

د سندونو طبیق

 

معمولاً ټول هغه کسان چې په آلمان کې د کار یا د زده کړو قصد ولري باید خپله توانایي ثابته کړي. د دې کار لپاره له هغو سندونو ګټه پورته کیږي چې په لومړي هیواد کې مو ترلاسه کړي وي. هڅه باید وشي چې اصلي سند وښودل شي. که چیرې امکان یې نه وي، نو بیا نوصیه کیږي –د امکان په صورت کې- چې سندونه تاسو ته د پوست د لارې واستول شي یا یې کاپي چمتو کړئ. سندونه باید په آلماني وژباړل شي او ارزیابي شي، څو وکولای شو هغه د آلماني سندونو سره پرتله کړو. ستاسې مشاور به تاسې ته خبر درکړي چې چیرې او څرنګه کوالی شئ خپل سندونه تطبیق کړئ. په ځانګړو شرایطو کې د دغې پروسې لګښت د کار موندنې مرکز لخوا ورکول کیږي، ځکه چې په لومړي هیواد کې د سندونو ستندردونه له آلمان سره توپیر لري. پدې صورت کې به د کار بازار کې د ورننوتلو د توانایي د پوره کولو لپاره د کار موندنې مرکز څخه پیشنهادونه ترلاسه کړئ. په لونبورګ کې د سند د ارزیابي مشورو د ترلاسه کولو د نورو معلوماتو لپاره لاندیني آدرس ته رجوع وکړئ:   
http://lklg.eu/anerkennungsberatung

 

زده کړې

آلمان د کار لپاره متخصصو ته اړتیا لري. تاسې کولای شئ چې د فني او حرفه یي زده کړو کې د شرکت د لارې د آلمان د کار په بازار کې د ورننوتلو لپاره ښه بنسټ جوړ کړئ. په آلمان او ټوله نړۍ کئ د فني او حرفه یي زده کړې پیژندل شوې دي او د کاري ژوند بریا لپاره یو ښه پیل دی. د پوهنتونونو د زده کړو پر خلاف دغه زده کړې به په صنعتي ځاینو کې ترسره او له امله یې مزد هم ترلاسه کوئ. که چیرې د فني او حرفه یي زده کړو قصد لرئ کولای شئ له مخکې څخه د سوداګرۍ او صنعت خونې (IHK) ویب سایټ کې موقعیتونه ترلاسه کړئ. دغه راز کولای شئ د دې کار لپاره د لونبورګ ښار د کار موندنې اطلاعاتو مرکز (BiZ) څخه هم ګټه پورته کړئ. زیاتره مهال زده کړې په اګست کې پیل کیږي او زیاتره زده کړې له دوو نیولې تر دریو میاشتو ادامه پیدا مومي. 

په لونبورګ ښار او شاوخوا کې ډیری شرکتونه ځوان متخصصین تربیه کوي، یعنې په اوونۍ کې څو ورځې فني ښوونځي ته ځئ او پاتې ورځې په شرکت کې کار کوئ. پدې ترتیب سره کولای شئ د نوي شغل په اړه له پیل څخه هرڅه زده کړئ- هم په تئوري او هم په عملي بڼه. د دې لپاره دوه ګونې زده کړه ډیره ښه لار ده چې خپلې زده کړې د پوهنتون د زده کړو سره بشپړې کړئ. شرکتونه د تل لپاره د هغو د متخصصینو نیرو په لټه کې ده چې لومړی یې خپلې فني او بیا یې د پوهنتون زده کړې ترسره کړې وي. ځکه چې دغه وګړي کاري تجربه هم لري او یوازې یې د تئوري زده کړې ندي کړي. په آلمان کې 350 ډوله مختلف شغلونه شتون لري . په یو شمیر برخو کې فوري متخصصو نیرو ته اړتیا وي. دغه موضوع په مختلفو سیمو کې سره توپیر لري.

د شغل مشاوره د کار موندنې په اداره کې له تاسو سره مرسته کوي چې په سیمه کې د روښانه راتلونکي لپاره مناسب شغل وټاکی. ډیری شرکتونه د کار د زده کړې دورې وړاندې کوي. دغه دورې د یو بل او د شغل د ورځني پروسې سره  د آشنا کیدو ښه موقعیت دی. د مهاجر په توګه د کار د زده کړې دورې یا د فني او حرفه یي زده کړو لپاره د مهاجرینو ادارې څخه اجازه لیک ولرو.  

لاندیني انټرنیټي آدرس کې کولای شئ چې د فني او حرفه يي دورو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: http://lklg.eu/ausbildung

د کار د زده کړې په اړه معلومات

د لونبورګ فني او حرفه یي خونه
http://lklg.eu/lehrstellenboersehandwerkskammer

 

د لونبورګ د صنعت او حرفې خونه

http://lklg.eu/lehrstellenboerseihk

 

د  نیدرزاکسن کرنې خونه

http://lklg.eu/landwirtschaftskammer

کاري اطلاعاتو مرکز (BiZ)

 

په لونبورګ کې  BIZ د هغو اوسیدونکو لپاره په پام کې نیول شوی چې د زده کړو، شغل او د کار بازار په اړه معلوماتو ته مایل اوسي. پدې آدرس کې په آنلاین توګه کولای شئ چې کار او زده کړو پسې وګرځئ  او هم د کار موندنې دغه سندونه چمتو کړئ.  BIZد کار موندنې په اداره کې موندلی شئ. دې مرکز سره اړیکه ټینګول تاسو ته توصیه کوو. هلته کولای شئ د کار په اړه مختلفې ویډیو ګانې او نورې اړتیاوې وګورئ.

 

د لونبورګ د کار اداره

کاري اطلاعاتو مرکز

An den Reeperbahnen 2

21335 لونبورګ
http://lklg.eu/berufsinformationszentrum

 

په لونبورګ کې د پوهنتونونو زده کړې

د لونبورګ لویفانا پوهنتون د پناه غوښتونکو فرهنګي پیژندنې او د مهاجرینو اکاډمیکو زده کړو څخه ملاتړ کوي.

د دې کار لپاره مختلفې برنامې وړاندې کیږي، لکه انتقالي زده کړې، د میلمه محصل برنامه  Open Lecture Hall" او د ژبې کلاسونه. که چیرې د زده کړو د پذیرش، د لومړي هیواد زده کړو ادامې یا د تکمیلي زده کړو په اړه پوښتنه لرئ د لونبورګ لویفانای پوهنتنون نړیوال دفتر سره اړیکه ټینګه کړئ.

 

د لویفانا پوهنتون: نړیوال دفتر

Scharnhorst Str. 1, Gebäude 4

21335 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 677-1072

http://lklg.eu/fluechtlingsprogramm

 

 د لویانو او کوچنیانو لپاره له ښوونځیو پرته زده کړې

په لونبورګ کې د زده کړو ډیری مرکزونه شتون لري چې د لویانو لپاره د زده کړو برنامې وړاندې کوي. په ځانګړې توګه د لونبورګ ښوونځی (VHS) په مناسبو بیو سره پراخې برنامې-له فني او حرفه یي برنامو نیولې تر د الفبا او ژبو کلاسونه او دغه راز د خلاقیت او روغتیا کلاسونه-وړاندې کوي. د  VHS اصلي ودانۍ د لونبورګ ښار په مرکز کې قرار لري. له دې پرته شاوخوا سیمو کې یې هم نمایندګي لري. پدې نمایندګیو کې هم کولای شئ د خپلې علاقې وړ کلاسونو کې ګډون وکړئ. برنامې په ژمي او اوړي کې تغیر مومي.

 

د لونبورګ REGION ښوونځی

Haagestraße 4

21335 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 15660

www.vhs.lueneburg.de

 

د اوانګلیک کلیسا کورنۍ زده کړو مرکز هم د ژوند مختلفو شرایطو کې د خلکو لپاره ډولاډول درسي کلاسونه وړاندې کوي څو خلک په ګډ ژوند، واده او کوچنیانو سره ژوند کولو په اړه لارښود او ملاتړ یې وکړي. پدې مرکز کې په ځانګړې توګه ځوان والدین کولای شي خپل ځان له ماشوم سره د نوي ژوند لپاره چمتو کړي. له دې پرته د ماشومانو لپاره ډیرې برنامې پرلار اچول کیږي.

 

د اوانګلیک کلیسا کورنۍ زده کړو مرکزونه

Bei der St. Johanniskirche 3

21335 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 44211

فکس: 04131/ 44214

www.familienbildungsstaette.de

د لونبورګ ښار او شاوخوا یې ښاري او سیمه ییز انجمنونه او د اوسیدونکو شوراګانې شتون لري. دغه انجمنونه د اوسیدونکو د ملاقات او اطلاعاتو د تبادلې، د اوسیدونکو ترمنځ  د اړیکو او سیمې پراختیا لپاره شتون لري.

 

له دې پرته پدې مرکزونو کې د اوسیدونکو لخوا درسي کلاسونه ورکول کیږي. له دې ډلې کولای شو د میندو د ملاقات جلسې، د کوچنیانو او لویانو او د خلاقیت کلاسونو نومونه واخلو. پدې مرکزونو کې تاسو لپاره مشاورین د مرستو لپاره چمتو دي، ځکه چې د سیمې په کورونو کې د لونبورګ ښار خیریه انجمنونه، د کلیسا انجمنونه او نور انجمنونه له یو بل سره همکاري کوي. د اوسیدو محل سره نږدې د سیمې کورونو د پیدا کولو لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړئ. www.lueneburg.de/stadtteilhaus

د لونبورګ شاوخوا کولای شئ دغه معلومات د سیمې مدیریت یا د کلي له کلیسا څخه ترلاسه کړئ.