Ansprechpartner & mehr

9 کار او کسب

 کار او کسب

په ځانګړو شرایطو کې ممکن دی د کار د زده کړې یوه دوره تیره کړو، د فني زده کړو یوه دوره پیل کړو، په کار پیل وکړو او یا خیریه فعالیت ترسره کړو . پدې اړه خپلې پوښتنې له مشاور څخه وپوښتئ څو هغه مهم معلومات تاسو لپاره راټول کړي او تاسې اړوند شخص ته معرفي کړي. له دې ډلې کولای شو له دې نکتې یادونه وکړو چې د اوسیدنې وروسته د دریو میاشتو په مهال کې خپل ځان د کار ترلاسه کولو په توګه د کار ادارې ته معرفي کړئ. 

له دې پرته باید هرومرو د کار او د کار زده کړې څخه مخکې د مهاجرت ادارې سره پدې اړه مشوره وشي چې آیا تاسو ته د کار کولو اجازه درکول کیږي او که نه. که چیرې دغه کار ترسره نه کړئ، خپل ځان او د کار کولو شرکت د جریمې خطر سره مخ کوئ. دغه کار کولای شي ستاسو پر راتلونکي منفي اغیزه وکړي. د اداراتو په دخالت سره هڅه کیږي چې د عادلانه حقوقو ورکولو او د مناسب کار شرایطو ډاډ ترلاسه شي. یوازې د میلمه لپاره، یعنې په هغه صورت کې چې په شرکت کې یوازې کاري پروسه تعقیب کړي، د ادارې موافقې ته اړتیا نه لري.

که چیرې په آلمان کې کار ولرئ، په معمول ډول د خپل تخصص په برخه کې فعالیت ترسره کوئ. د کار بازار ته د ننوتلو اړین قوانینو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د نیدرزاکسن پناه غوښتونکو شورا لاندیني انټرنیټي آدرس ته مراجعه وکړئ:   http://lklg.eu/ausbildungfluechtlingsrat

که چیرې ستاسې وضعیت په رسمي توګه پیژندل شوی اوسي، د کارګرانو پلوي انجمن د مهاجرینو د مشورې ادارې (AWO) او د لونبورګ پادري ستاسو پوښتنو ته ځواب وایي، یا کولای شئ په مستقیم ډول د لونبورګ د کار ادارې سره مراجعه وکړئ. قوانین د تغیریدو په حال کې دي، نو مهم دي چې له اقدام څخه مخکې باید مشوره ترلاسه شي.

دغه راز کولای شئ په خیریه فعالیتونو کې ګډون وکړئ. د خیریه کارونو څخه منظور دا دی چې د ټولنې سوکالۍ سره مرسته وکړي او له هغه څخه لږ ترلږه عاید هم ولري. دغه حقوق د ټولنیز لګښت مرستو څخه برسیره ترلاسه کوئ. په آسانۍ سره کولای شئ چې د خیریه کارونو لپاره داوطلب شئ. دغه کارونه د دولت یا سیمه ییز انجمنونو لخوا توزیع کیږي. دغه فعالیتونه ځانګړي تخصص ته اړتیا نه لري او دغه راز ستاسو د زده کړو سندونو او کاري سابقې پورې هم اړه نه لري. له دې پرته د دې کار ترسره کولو لپاره د کار ادارې اجازه لیک ته هم اړتیا نه لرئ. تاسې په داوطلبانه توګه کار کوئ. شاید په ساعت کې 1.05 یورو مزد کم اوسي، لیکن دا کارونه ډیرې ګټې لري: د آلمانۍ ژبه په آسانۍ یادوئ، له همکارانو سره مو اړیکه ټنیګوئ او په آلمان کې د ورځني ژوند سره ډیر ښه آشنا کیږئ.

ستاسې مشاور په سیمه کې د ټولنیز انظباط ادارې او ټولنیزو چوپړتیاو ادارې په هماهنګۍ سره د دې په اړه چې کوم خیریه کارونه شتون لري تاسو ته خبر درکوي. که چیرې د دغې کارونو ترسره کول کوم خاص روغتیایي معایناتو یا زده کړو ته اړتیا ولري، تاسو ته خبر درکول کیږي. 

مهمې توصیې: په خپل سر یا د نورو داوطلبانو د لارې د خیریه کارونو ترلاسه کول ممکن ندي. د دې کارنو د ترسره کولو یواځینۍ لاره د لونبورګ سیمې د ټولنیزو چوپړتیاو ادارې مسوول کارمندان دي. ټول هغه وګړي چې په آلمان کې ټولنیز لګښتونه ترلاسه کوي کیدای شي د قانون په اساس د خیریه فعالیتونو د ترسره کولو لپاره راوغوښتل شي. د ښار یا شاوخوا ټولینزو چوپړتیاو اداره تصمیم نیسي چې کوم شخص د کوم فعالیت لپاره باید وټاکل شي. که چیرې څوک له دې فعالیتونو سرغړونه وکړي، د ټولنیز لګښت مرستې اندازه یې ټیټیږي. 

 

د کار موندنې اداره/د کار اداره

د کار ادارې او د کار موندنې مرکز د کار موندلو او د زده کړو محل ټاکلو کې ستاسې مشاور او ملاتړي دي. دغه ادارات د کار بازار او کارموندنې، د کار مهال او د ماشومانو ساتنې او دغه راز په ځانګړو شرایطو کې د مالي مرستو امکان په اړه تاسو ته خبر رسوي. د اقامت وضعیت سره په تړاو یا د کار اداره او د کار موندنې مرکز ستاسو مسول دی. ستاسې مشاور به تاسې ته ووایی چې کومه اداره ستاسې مسووله ده او ستاسې لپاره له دې ادارې څخه له مخکې نوبت اخلي. ځانګړو ورځو کې د کار او کار موندنې مرکز کې د ژبې او فرهنګ ښوونکو شتون کې د پوښتنو او ځوابونو جلسې نیول کیږي. له دې پرته ستاسې مشاور تاسو لپاره وخت ټاکي څو د اړتیا وړ سندونه راټول کړئ او فورمونه ډک کړئ.

د لونبورګ کارموندنې مرکز ویب سایټ کې مهم اطلاعات لکه د مهاجرینو لپاره د مراجع وخت راټلو شوي دي:
http://lklg.eu/jobcenter

 

د لونبورګ سیمې کارموندنې مرکز

Volgershall 1

21339 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 6037-0

www.jobcenter-lueneburg.de

 

د کار ادارې کې کولای شئ د پنا غوښتنې ادارې سره اړیکه ټنیګه کړئ. هغه د مهاجرینو لپاره په کار کې د فرهنګ پیژندلو اړوند مسایلو متخصص دی.  

د کار اداره

An den Reeperbahnen 2

21335 لونبورګ

ټلیفون: 0800/ 4555500 (وړیا شماره)

http://lklg.eu/arbeitsagentur

 

د کار ادارې د کارموندنې بورس

پدې ځای کې کولای شئ په آلمان کې په مختلفو ژبو کې د کارموندنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ: http://lklg.eu/jobboerseba