Ansprechpartner & mehr

16 مدني او سیاسي مشارکتونه

مدني او سیاسي مشارکتونه

 

د لونبورګ ښار او شاوخوا فرهنګ پیژندنې مشترکه شورا

د لونبورګ ښار او شاوخوا کې یې د فرهنګونو د پیژندنې مشترکه شورا شتون لري. دغه افتخاري هیئت چې هر پنځو کلونو کې نوی ټاکل کیږي، سیاسي چارواکو او مسوولینو ته د مهاجرینو مدني مشارکت په اړه مشوره ورکوي. په دې شورا کې د پناه غوښتونکو مختلفو موسساتو څخه استازي شتون لري. پدې شورا کې غړي، د ټولنیزې سوکالۍ موسساتو نماینده ګان چې له مهاجرینو سره کار کوي او دغه راز د نورو موسساتو نماینده ګان په لونبورګ کې د فرهنګونو د پیژندنې د موجودو خنډونو د لیرې کولو لپاره بحث او نظرونه سره تبدیلوي.

د فرهنګونو د پیژندنې شورا له نورو موسساتو او ارګانونو سره د مشارکت پرته د اوسیدونکو ترمنځ –که هغه د دې ځای متولد اوسي او که مهاجر- د مسالمت آمیز ژوند او فرهنګي تبادلې لپاره برنامې پرلار اچوي. د فرهنګونو د پیژندنې شورا په کال کې څلور ځلې په مختلفي محلونو کې جلسې نیسي. جلسې عمومي وي او له تاسو څخه د میلمه په توګه استقبال کیږي. که ستونزه یا ځانګړې پوښتنه لرئ کولای شئ هغه د اوسیدونکو د پوښتنو په برخه کې د جلسې په پیل کې وړاندې کړئ.

هر وخت مو قصد درلود چې د شورا پام د ځان په لور جلب کړئ، چې د بیلګې په توګه د فرهنګونو پیژندنې شورا په جلسو کې مطرح شي او له سیاست، ټولنې او مسوولانو سره تړاو لري، کولای شئ د زده کړو او د فرهنګونو د پیژندنې دفتر ته مراجعه وکړئ. دغه راز کولای شئ د جلسو اړوند معلومات او وخت د فرهنګونو د پیژندنې او زده کړو د دفتر له ویب سایټ څخه ترلاسه کړئ.

www.landkreis-lueneburg.de/bib

 

د لونبورګ سیمه                                      

د فرهنګونو د پیژندنې او زده کړو دفتر

د مهاجرت او ټولنیز مشارکت برخه

Am Schwalbenberg 24

21337 لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 96985-24

www.landkreis-lueneburg.de/bib

 

 

داوطلبانه فعالیت

د مدني مشارکت سره تاسې کولای شئ په حرکت کې راشئ او د خپلې پوهې، تجربې او ژبې د لارې د لونبورګ ښار مهاجرینو د ادغام په برخه کې مرسته وکړئ. ستاسو داوطلبانه مشارکت د مشورې چوپړتیا او مرستو پرته هغه پلوي ده چې د مختلفو ارګانونو آموزش لیدونکو خلکو لخوا وړاندې کیږي. له دې پلوه دا به لویه مرسته وي که چیرې نورو مهاجرینو سره د دې چوپړتیاو په اړه خبر ورکړئ او د طرفین درخواست په صورت کې دې چوپړتیاو سره د اړیکو ټینګولو امکانات برابر کړئ. نور کارونه کیدای شي له اداراتو سره همراهي، په ستونزو کې مرسته او د ژباړو په اړه کارونه اوسي. د دې په اړه نور همکار ارګانونه او ارزښت لرونکې پروژې شتون لري، د بیلګې په توګه د "فرهنګي واسطې" پروژه. 

لیکن دغه راز د ورزش میدانونو، ښوونځیو او یا اطفائیو کې د ګډون لپاره ستاسو استقبال کیږي. که چیرې په خپله په دواطلبانه توګه د فعالیت او مشارکت لپاره تمایل لرئ نو د استوګنځای دواطلبانه چوپړتیا مرکز، د زده کړو او تربیې مرکز او یا د لونبورګ ښار کې د یوڅیر کوونې ادارې او یا د لونبورګ ښار د پناه غوښتونکو په ارتباط د داوطلبانو کارونو هماهنګ کوونکو ته مراجعه وکړئ.

د لونبورګ ښار

د زده کړو او تربیې او یو څیر کوونې دفتر

د مهاجرت او مشارکت هماهنګۍ دفتر

Am Schwalbenberg 24

2133 لونبورګ

 04131/ 96985-24ټلیفون:

www.landkreis-lueneburg.de/bib

 

د لونبورګ ښار

ټولنیز او زده کړو او تربیې امور، تخصصي برخه 5

Klosterhof Eingang T

لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 309-3344

www.hansestadtlueneburg.de/bildung

 

د اور وژنې داوطلبانه سیستم

د لونبورګ ښار او شاوخوا کې د اوروژنې سیستم له هغو داوطلبانو تشکیل شوی چې په ځانګړې بڼه یې زده کړې کړي دي څو د انسانانو ژوند وژغوري، له خطراتو مخنیوی وکړي او د اوور پروړاندې آوبه چمتو کړي. ماشومان او ځوانان هم په ټیټیو عمرونو کې دغه داوطلبانه مسوولیت پرغاړه اخلي.

د لونبورګ داوطلبانه اور وژنې سیستم اور مړه کوونکي ځوانان د ښار او شاوخوا برخو کې د اور وژنې سمیه ییزې نمایندګۍ لري. د 7 او 10 کلونو ترمنځ هلکانو او نجونو لپاره د ماشومانو د اور وژنې سیستم وجود لري چې په هغه کې ماشومان د اور پروړاندې د لوبو حرکتونو په مرستې سره تمرین کوي. د دې ترڅنګ پر ټولینز درک او ملګرتوب باندې هم تاکیید کیږي. د ځوانانو د اور وژنې سیستم د 10 او 16 کلونو ځوانانو څخه رامنځته شوی. د لوبو او وخت تیرونې ترڅنګ د اور وژنې زده کړې هم ورکول کیږي. پدې کې ګډون کول وړیا وي. د اور وژنې سیستم په رخصتیو کې فعالیتونه، کمپونه او له غرمې وروسته لوبې په اختیار کې ورکوي. له ستاسو اولاد څخه استقبال کیږي او هغوی کولای شي ډیر زر ملګري پیدا کړي. 

دغه راز د ښار شاوخوا سیمو کې د لونبورګ اور وژنې سیستم فعال وي او د نوي غړي له پلوئ څخه که هغه سړی اوسي او ښځه او ماشوم اوسي او که ځوان استقبال کوي. د دې له امله دا شعار وړاندې کوي: "یوځای شه- موږ تاسو ته اړتیا لرو!" او له هغه سره تاسو ته هم اشاره لري! له تاسو هم استقبال کیږي چې په استوګنځای کې د اور وژنې سیستم سره اړیکه ټینګه کړئ. د ټولنیزو مهمو تکالیفو په اړه د متقابل مسوولیت د منلو ترڅنګ کولای شئ د اور وژنې سیستم د لارې ډیرې اړیکې هم ټینګې کړئ.

د لونبورګ (ښار) داوطلبانه اور وژنې سیستم

د لونبورګ د اور وژنې اداره - مرکز

Lise-Meitner-Str. 12

21337  لونبورګ

ټلیفون: 04131/ 30120

www.feuerwehrlueneburg.de

 

اور وژنې سمیه ییزې نمایندګۍ  لونبورګ (ښار)

Schützenstraße 18

Kirchgellersen

ټلیفون: 04135/ 809785 یا 04131/ 262235

www.kreisfeuerwehr-lueneburg.de/kfw/kontakt.php